دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۸ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۵۷
د مطلب کود : 170404
کابل ښار څلورم امنیتی حوزه کې ځانمرګي شوي
د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند په تایمني سیمه کې د شهید اوونی پر ګرځنده کاروان ځانمرګي برید شوی.

 د کابل امنیه قوماندانی ویاند حشمت ستانکزي وایي پر موټرسایکل سپاره ځانمرګي بریدګر د شهید اوونی ګرځنده کاروان په نښه کړی دی او په ترڅ کې دوه کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.
خو یو باخبره سرچینه وایي د برید په ترڅ کې څلور کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۷ نور ټپیان دي.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د یادونې وړ ده چې د کابل ګارنیزیون قوماندانی تر دې مخکې د احتمالي بریدونو په اړه خبرداری ورکړی و.
 
https://avapress.com/vdcbggb8arhbzap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته