دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۰۰
د مطلب کود : 171825
په خوست کې ۳۱ ښوونځیو اساسی ترمیم کارونه پیل شو
د یکشنبې ورځې ناوخته د خوست د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ ښوونځیو د اساسي ترمیم کارونه پیل شول.

د خوست د پوهنې ریاست چارواکو د بیارغونې د دې پروژې د کار د پیلېدو په ځای کې وویل چې د دې ښوونځیو ودانۍ ډېرې زیانمنې شوي او د باد او باران پر مهال زده کوونکي له ګواښ سره مخامخ ول.
د خوست والي حکم خان حبیبي په دی اړه وویل چې په دې پروژه کې د
خوست د مرکز او ولسوالیو ۳۱ ښوونځي دي چې د ترمیم چارې به يې د دریو
میاشتو په موده کې سرته ورسېږي.
نوموړي هیله څرګنده کړه چې په دې سره به د یاد ښوونځیو ستونزې څه نا څه راکمې شي، خو تر څنګ يې د پوهنې له وزارت وغوښتل چې په خوست کې د
ښوونځیو د سرپناه ستونزو ته پاملرنه ډېره کړي.
ښاغلي حبیبي زیاته کړه:
"ددې ښوونځیو په ترمیم سره به ددې ښوونځیو ستونزې نسبتاً راکمې او د محترمو استاداتو او ګلالیو شاګردانو لپاره یو ښه ښوونیز چاپیریال ولرو، دا یو افغانستان شموله ستونزه ده، خو موږ د پوهنې پر وزارت غږ کوو، چې په خوست کې د ښوونځیو د سرپناه له جدي ستونزو سره مخامخ یو، خوست دې په اولیتونو کې ونیسي او پدې برخه کې دې زموږ لاسنیوی وکړي."
خوست والي وايي چې تر امنیت وروسته د پوهنې سکټور پرمختیا د ولایتي
ادارې په لومړیتوبونو کې دی او په دې برخه کې به دوی د هر اړخیزو پرمختګونو لپاره کار وکړي.
https://avapress.com/vdcj8veviuqeaoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته