دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۹
د مطلب کود : 172604
امریکا بهرنیو چارو وزیر و سعودی عربستان ته لاړ
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پامپیو سعودي عربستان ته ورسېد.

هغه به د سعودي عربستان له پاچا سره د ژورنالیست جمال خاشقجي د ورکېدو په اړه خبرې وکړي.
مایک پامپیو د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر، ډونالد ټرمپ سعودي عربستان ته استولی دی.
ټرمپ په خپله هم د سعودي عربستان له پاچا سلمان سره د خاشقجي پر برخلیک ټلفوني خبرې کړې دي.
ټرمپ ویلي چې پاچا سلمان په دې اړه چې له ژورنالسیت خاشقجي سره څه شوي یا چېرته دی، هېڅ ډول معلومات نه درلودل او بې خبري یې څرګنده کړې ده.
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر چارو وزیر به تر سعودي وروسته ترکیې ته ولاړ شي.
ژورنالیست، جمال خاشقجي د اکټوبر په ۲مه، په استانبول کې په ضروري اسنادو پسې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته ورغلی و او له هغه راهیسې یې درک نشته.
https://avapress.com/vdcfx0dyjw6deva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته