دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۹
د مطلب کود : 172803
د پارلمانی ټاکنو امنیت ټینګښت لپاره نږدی ۷۰ زره تنه سرتیری په دندو بوخت دی
د افغانستان امنیتي او دفاعي چارواکي وایي شاوخوا ۷۰ زره امنیتي ځواکونه د رایې اچونې د مرکزونو او محلونو د امنیت د ټینګښت لپاره په دندو بوخت دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، نجیب دانش نن خبریالانو ته وویل، چې له کندهار او غزني پرته په ۳۲ ولایتونو کې د رایې اچونې ۴۹۰۰ مرکزونه د څه باندې ۲۰ زرو محلونو په لرلو سره د رایې اچوونکو پر مخ پرانیستي دي او ۷۰ زره امنیتي او دفاعي ځواکونه د یادو محلونو د امنیت په خوندیتوب بوخت دي.
دغه راز د ملي دفاع وزارت ویاند، سید غفور احمد جاوید هم د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب په اړه ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې ملي دفاع وزارت په چټکۍ سره د هیواد ۳۲ ولایتونو او د هغو ولسوالیو ته حساس ټاکنیز توکي رسولي دي.
د افغانستان جمهور رییس نن د شنبې ورځې په سهار د رایې اچونې یوه مرکز کې په ګډون سره خپله رایه و کاروله او دغه ملي بهیر یې پیل کړ.
د افغانستان د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په یوه بیان کې ویلي، چې په ولایتونو کې والیانو له خپلو مرستیالانو سره د رایې اچونې محلونو ته لاړل او خپلې رایې یې وکارولې او له رایې اچوونکو څخه یې غوښتنه وکړه، چې خپلې رایې وکاروي. دسیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاند، سید شاه سقیم وویل، چې اوس مهال د هیواد په ۳۲ ولایتونو کې د رایې اچونې بهیر جریان لري او هېڅ ډول امنیتي ستونزه نده رامنځته شوې.
د ښځو چارو او پوهنې وزارتونو ویندویانو هم له هیوادوالو په ځاڼګړې توګه له ښځو څخه غوښتنه وکړه، چې د رایې اچونې په بهیر کې په ګډون سره خپله رایه وکاروي.
کندهار ولایت کې ټاکنې یوه اوونۍ ځنډول شوي دي او ډیر ژر به د غزني ولایت د ټاکنو نېټه هم اعلان شي.
 
https://avapress.com/vdcgzx9qwak9u74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته