دخپریدو نیټه :جمعه ۱۳ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۴۲
د مطلب کود : 172089
دفاع او کورنیو چارو وزارتونه وایی چی ټولو ولایتونو ته ټاکنیز توکې رسیدلی دی
د افغانستان د دفاع او د کورنیو چارو وزارتونو چارواکي وایي د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو لپاره ټاکنیز توکي ټولو ولایتونو ته لېږل شوي دي.

سید غفور احمد جاوید او نصرت رحیمي د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ویندویانو، پرون د یوې خبرې ناستې پر مهال خلکو ته ډاډ ور کړ، چې امنیتي ځواکونه په خپلو ټول توان سره د امنیت د خوندیتوب هڅه کوي او هیچاته به د ټاکنو په ډیموکراټیکې پروسې کې د لاس وهنې اجازه ورنکړي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، نصرت رحیمي وویل، چې  د ټاکنو په ورځ به ۵۴۰۰۰ امنیتي او دفاعي ځواکونه د رایې ورکونې د ۵۱۰۰ مرکزونو، چې ۲۱ زره د رایې وکونې محلونه پکې شاملېږي، د امنیت د ټینګښت لپاره په دندو بوخت وي.
ټاکل شوې ده چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د تلې په ۲۸ مه نیټه ترسره شي.
 
https://avapress.com/vdcc4iqso2bqmx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته