دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۴۰
د مطلب کود : 173461
ناټو: په یوه داخلي برید کې یو امریکايي سرتېری وژل شوی یو ټپي دی
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت وايي چې نن شنبې په کابل کې د یوه افغان سرتېري په یوه داخلي حمله کې یو امریکايي سرتېری وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
د قاطع ملاتړ لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ټپي شوی سرتېری په کابل کې د بګرام هوايي اډې روغتیايي مرکز ته انتقال شوی چې روغتیايي وضعیت یې ښه دی.
د قاطع ملاتړ ماموریت په اعلامیه کې د لومړنیو معلوماتو په اساس ویل شوي چې دا افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د یو منسوب لخوا تر سره شوی دی.
همدا شان په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې بریدګر د افغان امنیتي ځواکونو د یوه بل منسوب لخوا په ډژو وژل شوی دی.
په دې وروستیو اوونیو کې دا پر نړیوالو ځواکونو د افغان سرتېرو لخوا دوهم برید چې له امله یې بهرنیو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوړي.
ناټو ویلي چې د وروستیو داخلي بریدونو وروسته یې له افغان امنیتي ځواکونو سره خپل مخامخ تماسونه کم کړي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch-xnzz23nqkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته