دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۴
د مطلب کود : 173589
پنجشیر ایمرجنسی روغتون کې ۱۲ نوی زېږیدلی ماشوان په مرموز ډول وژل شوی
د پنجشیر روغتیایي چارواکي وایي د دې ولایت په ایمرجنسي روغتون ۱۲ نوي زېږدېدلي ماشومان په مرموز ډول مړه شوي دي.

د پنجشیر ولایت د ایمرجنسي روغتون رئیس ډاکټر محمد اکبر جان وایي، ۱۲ ماشومان چې عمرونه یې له شپږو تر پنځلس ورځو  پورې و، د یکشبنې ورځې په جریان کې مړه شوي دي.
نوموړی زیاته کړه، چې دغه ماشومان د نامعلومو دلایلو له امله یې مړه شوي دي.
د ډاکټر اکبر جان په خبره، د دې نویو زېږېدلو ماشومانو په ډله کې شپږ تنه د پروان ولایت، درې تنه د کاپیسا او درې نور د پنجشیر ولایت وو، چې د پنجشیر ولایت د ایمرجنسي روغتون په عاجله خونه کې ساتل کېدل او د دوشنبې ورځې د سهار د نهوو بجو او د ماسپښېن د دوو بجو ترمنځ یې مړه شوي.
بلخوا د پنجشیر ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې  د دې ماشومانو د مړینې علت د څرګندولو لپاره یې څېړنې پیل شوي.
 
https://avapress.com/vdcivpaz3t1ayw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته