د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي، د ملي امنیت سرتېرو د ننګرهار په خوږیاڼو، پچیرآګام، چپرهار، نازیان او د ښار په بېلابیلو سیمو کې د داعش جنګیالیو پر تور یوولس مخ پټي وسلوال نیولي دي.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، په نیول شویو یوولس کسانو کې دوه ځانمرګي بریدګر او د دغې ډلې د ښاري جلب و جذب مسوول هم شته، چې غوښتل یې د نازیانو پر ولسوالۍ ډله ییز برید وکړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا کسان د تېرې یوې اوونۍ په اوږدو کې د ځانګړیو عملیاتو په پایله کې له ځینو شواهدو سره نیول شوي دي.
داعشي جنیاليو نورالله او سنګر نومو د نورو په استازیتوب منلې، چې له څه مودې راپدیخوا یې د داعش په لیکو کې د حکومت ضد فعالیت کاوه.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان ګډو ځواکونو اوس هم په نازیان ولسوالۍ کې د داعش ضد عملیاتو روان ساتلي دي.
ویل کېږي، چې په دې وروستیو کې د داعش راديو هم دغلته له منځه وړل شوې ده.
د ویلو ده، چې د یکشنبې پر ورځ د همدې عملیاتو د فشار په پایله کې د ۹ بهرنیو په ګډون د داعش څلیریشت جنګیالي له وسلو سره ملي امنیت ته تسلیم شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)