تردې مخکې د افغانستان پوځي چارواکو په غزني کې د پاکستاني اتباعو په ګډون د لسګونو وسلهوالو د وژل کېدو خبر ورکړى و.
د افغانستان د دفاع وزارت وياند غفور احمد جاوېد تېره شپه ازادي راډيو ته وويل:
"دغه بريدونه ډېر موثر تمام شوي دي. له يوې خوا زموږ د امنيتي او دفاعي ځواکونو د تلفاتو مخنيوى شوى، له بلېخوا د دوى د روزنې مرکزونه او ډيپوګانې هم په نښه شوي چې د امن په راوستلو کې مهم رول لري."
ښاغلي غفور وويل چې وړمه شپه د غزني په ګيلان او ناوې ولسواليو کې د کومانډو ځواکونو په ځانګړو پوځي عملياتو کې٦٠ وسلهوال وژل شوي دي. د ده په خبره په وژل شوېو کې ٤٠ تنه د پاکستان اتباع دي.
دفاع وزارت وايي، د غزني په جاغورۍ ولسوالۍ کې ٢٥ وسلهوال او په خوګياڼو ولسوالۍ کې ١٢ وسلهوال په هوايي حملو کې وژل شوي دي.
د دولت کومې مخالفې ډلې د دفاع وزارت د دغې ادعا په اړه تبصره نهده کړې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)