دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۰
د مطلب کود : 175566
پکتیا ولایت لپاره طالبانو نومول شوی والی ووژل شو
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ادعا کوي، چې د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي پیر آغا وژل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې پیر آغا د پکتیکا ولایت د ګومل ولسوالی په مربوطاتو کې یې د یو ځانګړي عملیات په ترڅ کې وژل شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې عملیات کې چې د ده خلیفه په کلي کې ترسره شوې، په ترڅ کې یې د طالبانو څلور نور غړي هم وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت په وینا، د عملیاتو په پایله کې یو شمېر وسلې او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې پیر آغا د طالبانو له مهمو غړو څخه و چې د ترهګریزو بریدونو د پلانونو په جوړولو کې مهم درلود.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdcfvtdyvw6deta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته