دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۴
د مطلب کود : 177210
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي کابل ته راغلی
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید عباس عراقچي نن شنبې په ورځ کابل ته راغلی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال عارف صمیم له امریکا غږ سره خبرو کې کابل ته د نوموړي سفر تائید کړ او زیاته یې کړه ښاغلي عراقچي له افغان ولسمشر سره کتلي دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ تر دا مهاله د دغه کتنې په اړه نور جزئیات له رسنیو سره نه دي شریک کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال پر داسې مهال کابل ته سفر کوي چې تېره اونۍ نوموړي په خپل هېواد کې د وسله والو طالبانو سره استازو سره کتلي و.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي د«مرغومې میاشتې پر لسمه» ویلي و چې ښاغلي عراقچي د وسله والو طالبانو له استازو سره پر افغان سولې او یو لړ نورو مسايلو باندې خبرې کړې وې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdf50fzyt05x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته