دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۵
د مطلب کود : 177357
ډاکټر محب: له افغانانو پرته هېڅ راز سوله نه شي راتللی
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ‌‌‌‌‌‌ډاکټر حمدالله محب هند ته د خپل سفر په مهال او له ( هندوستان ټایمز ) شبکې سره په مرکه کې ویلي: یواځې بین الافغاني مذاکرات کولای شي سوله ټینګه کړي.
‌‌‌‌‌‌

محب له خپل سیال اجېت دووال سره تر سټراټېژیکو خبرو یوه ورځ وروسته وویل: افغانستان هند ته د یو سټراټېژیک متحد په سترګه ګوري، ځکه دواړه لوري د ترهګرۍ او ولسواکۍ اړوند مشترک لید لوری لري.
د هېواد د ملي امنیت سلاکار وویل: له طالبانو سره تصادفي اړیکې به وضعیت لا پېچلی کړي.
هغه د مسکو او ابو ظبۍ په وروستیو ناستو کې له طالبانو سره د خبرو په هدف د حکومت د استازو نشتون ته په اشارې وویل: “” له افغانانو پرته هېڅ سوله نه شي راتللی “”.
هغه په ورته مهال زیاته کړه، دغه بهیر چې مونږ یې مشري کړې، په اړه یې ‌‌‌‌‌‌ډېر زیات ناسم مالومات شتون لري او حقیقت دا دی چې‌‌‌‌‌‌ ‌‌‌‌‌‌ډېری خبرې د تړلو دروازو تر شا مخ ته وړل کېږي.
محب له هند څخه د یو مخکي تلونکي ځواک په توګه یادونه وکړه وې وویل چې افغانستان غواړي له دغه هېواد سره خپل مشارکت ته دوام ورکړي
هغه زیاته کړه: هر کله مو چې احساس کړه هند کولای شي افغانستان سره د همکارۍ نقش ولري، پر دغه هېواد به غږ وکړو.
‌‌‌‌‌‌ډاکټر محب وویل: لا هم بشپړ ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ نشته دی چې د طالبانو د قطر دفتر د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې له ټولو اړخونو استازیتوب کولای شي.
هغه زیاته کړه چې زه فکر کوم د طالبانو‌‌‌‌‌‌ لیکو کې څو ‌‌‌‌‌‌ډلې موجودې دي او هغوی یوه منسجمه ‌‌‌‌‌‌ډله نه ده، ځکه مذاکره کوونکی ټیم له دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې نه دی جوړ شوی.
هغه له افغانستان څخه د اووه زره امریکايي سرتېرو د وتلو راپورونه ګنګوسې وبللې وې وویل، چې افغانستان ټولو سناریو ته چمتووالی لري.
د هېواد د ملي امنیت سلاکار څرګنده کړه: افغانستان به تر 2023 کال پورې د 315 طیارو پر مټ د مسلح قوتونو په ځانګړې توګه د هوايي ځواکونو د ځان بسیا لپاره ګټور ګامونه پورته کړي.
هغه ټینګار وکړ، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تقویت به د دې لامل شي چې مونږ پر بهرنیو دایمي مرستو تکیه کمه کړو
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcftedyew6dema.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته