دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۲
د مطلب کود : 177834
‌‌‌‌‌‌ډاکټر محب سعودي عربستان ته ولاړ
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ‌‌‌‌‌‌‌ډاکټر حمدالله محب، د چین خلق جمهوریت ته تر رسمي سفر وروسته، تیره شپه سعودي عربستان ته ولاړ.
سعودي عربستان ته له سفر وړاندې هغه په ابو ظبۍ کې د متحده عربي اماراتو د ملي امنیت له سلاکار الشيخ طحنون بن زايد آل نهيان او همدا شان دوبۍ ښار کې د افغانستان د سولې بهیر لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د جلا کتنو پر مهال لیدلي دي.
دواړو خواوو په بېلا بېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر او همدا شان له ترهګرۍ سره پر مشترکې مبارزې مفصل بحث کړی دی.
‌‌‌‌‌‌ډاکټر محب به سعودي عربستان ته د خپل سفر پر مهال، د نوموړي هېواد له چارواکو سره د افغان سولې بهیر او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا بحث او نظریات شریک کړي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfmedyjw6deca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته