دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۸
د مطلب کود : 177839
افغانستان ملی امنیت سلاکار د زلمي خلیلزاد سره لیدلي
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره یې په عربي متحده اماراتو کې وکتل.

ښاغلي محب په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دواړو د همدې اوونۍ تر پلان شوې رسمي لیدنۍ مخکې په دې لنډه لیدنه کې له یو بل سره د خپلو هڅو معلومات تبادله کړل.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د سولې د هڅو په دوام له چین او عربي متحده اماراتو وروسته پرون شپه سعودي عربستان ته تللی دی.
اخوا د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد هم د جنورۍ په اتمه هند ته تللی و او دا دی پرون د چین په خوا روان شوی.
 
https://avapress.com/vdcae0n6o49n0a1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته