ښاغلي غني د دوشنبې په ورځ د ملي ټلویزیون له لارې خلکو ته د سولې په اړه وینا کې وویل چې ځکه پر باتدبیره سوله ټینګار کوي چې د ډاکټر نجیب الله د وخت له تجریبې څخه پوره پوهاوی لري.
نوموړي زیاته کړه چې ټول افغان پوهېږي له ډاکټر نجیب سره څه ډول دوکه وشوه"ملګرو ملتونو هغه ته د سولې د ټینګېدو تضمین ورکړی و، خو بدبختان به ناورین بدل شو."
ښاغلي غني وویل افغان حکومت د سولې د بندو دروازو ماتولو لپاره ټینګه اراده او نیت لري او همدارنګه یې زیاته کړه چې د امریکا لخوا د سولې پیل شوي هڅې د افغان حکومت د سولې یوه برخه ده چې مالکیت یې د افغان حکومت په لاس کې دی.
ولسمشر غني همدارنګه زیاته کړه چې با تدبیره سوله یې غوښتنه ده:"موږ سوله ژر غواړو، په سرعت یې غواړو، خو په تدبیر یې غواړو،تدبیر ځکه مهم دی چې بیا پخوانۍ تېروتنې تکرار نشي."
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)