دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۲۲
د مطلب کود : 179578
جنرال مسعود اندرابي د کورنیو چارو وزارت د نوماند وزیر او سرپرست په توګه وګمارل شو
جنرال مسعود اندرابي د کورنیو چارو وزارت د نوماند وزیر او سرپرست په توګه؛ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ملي امنیت د شورا د ستر سلاکار داکتر حمدالله محب له خوا، د کورنیو چارو وزارت منسوبینو ته وروپېژندل شو.
جنرال مسعود اندرابي د امنیتي ځواکونو معلولین د هېواد ځواک او زېرمه یاده کړه او وویل، چې د ټولنې همدا پوړ په هېواد کې له ښامارې ترهګرۍ سره د مبارزې منځپانګه ده او د دوی د لاسته راوړنو درناوی او ملاتړ باید وشي.
ښاغلي اندرابي د پولیسو ظرفیت د ستایلو وړ وباله او زیاته یې کړه، چې کورنیو چارو وزارت به په یو ځواب ویونکي، روڼ او بې ساري ځواکمن بنسټ بدل کړي، په چارو کې خنډ او ځنډ ته به د پای ټکی کېږدي، له ټولو ملي او ډیموکراټیکو لړیو به ملاتړ او د پلې کولو زمینه به ورته برابره کړي.
د کورنیو چارو وزارت نوماند وزیر او سرپرست هغه کسان ګوت نښه کړل، چې د پولیسو له معیشتي امکاناتو، اعاشې او اباطې ناوړه ګټنه کوي او وویل، چې هغوی زموږ په وړاندې د ترهګر دښمن په شان دي او په وړاندې به یې له قانون سره سم جدي ګامونه پورته شي.
جنرال مسعود اندرابي د پولیسو اصلي دنده د قانون تنفیذ او د عامه نظم او امنیت ټینګول یاد کړه او ټینګار یې وکړ، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې به چټکې چارې تر لاس لاندې ونیسي او هر هغه څوک چې د امنیتي ځواکونو د له منځه وړو خیال لري؛ هغوی باید وپوهېږي چې خیال یې خام او نا مقدسه دی ، د الهي مرستې او د خلکو په ملاتړ به خپلو مشروع فعالیتونو ته دوام ورکړي او د افغانستان د نن او راتلونکي هیلو ته به ریښتینې پاڼې وغوړوي.
ښاغلي اندرابي په ټینګار سره وویل، چې موږ به هڅه وکړو تر څو د پولیسو تر څنګ؛ هر هېوادوال د وېرې او ډار پر ځای د غرور او ارامتیا احساس وکړي او جنایتکارانو ته یې صراحتآ وویل، چې ښې ورځې به په مخ کې ونه لري او د پولیسو له مشروع قساوت سره به مخ شي، د قانون له منګلو تېښته نشي کولای؛ دوی ته سپارښتنه کېږي تر څو خپل نیتونه بدل کړي او انساني ژوند خپل کړي.
د دې ترڅنګ؛ د ملي امنیت د شورا ستر سلاکار داکتر حمدالله محب د کورنیو چارو وزارت؛ د خلکو لومړنی مدافع، مسلکي او غیر سیاسي بنسټ یاد کړ او وویل، چې کار به د کار وړ سړي ته وسپاري او د پولیسو په حق کې به هېڅ ډول سیاسي معاملو ته اجازه ورنه کړي.
ښاغلي محب هغه کسان دښمن یاد کړل، چې د افغانستان خلک له وسله وال ګواښ سره مخ کوي او ټینګار یې وکړ، چې د افغانستان حکومت به له امنیتي ځواکونو د دښمن په له منځه وړو کې په پوره توګه ملاتړ وکړي.
همداراز د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال عبدالصبور قانع؛ مسعود اندرابي وړ، با ظرفیته او مدبر مدیر یاد کړ او وویل، چې په چارو کې همغږي به غښتلې کړي او د هېوادوالو د امنیت په ټینګولو کې به هېڅ راز هڅې ونه سپماوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccmoqs42bqmp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته