دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۴۷
د مطلب کود : 179708
لغمان ولایت کې داعش ډله د طالب وسله والو دوه غړي وژلي دی
د افغانستان په ختېځ لغمان ولایت کې د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) وسله والو د طالبانو دوه غړي وژلي دي.

په ختېځ کې د ملي اردو ۲۰۱ سیلاب قومانداني په یوه بیان کې ویلي، چې تېره ورځ د لغمان ولایت د علینګار ولسوالی د ساو درې په سیمه کې دوه تنه طالب جنګیالي هر یو عبدالمتین او عبدالمقیم د داعش ډلې جګړه مارانوله لوري وژل شوي دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.  
د ۲۰۱ سیلاب قول په یوه بله کې ویلي، چې تېره ورځ د لغمان ولایت د علینګار ولسوالی د نورلام درې په سیمه کې دوه تنه داعشیان هر یوضیاء الله او عزیزخان له وسلو پرته د یادې ولسوالی د تروریزم ضد مدیریت اړوندانو ته خپل ځانونه تسلیم کړي دي.
لغمان د افغانستان په ختېځ کې يو له نسبتاً ارامو ولايتونو څخه دی، خو بيا هم کله ناکله په کې د تاوتريخوالي خبرونه ورکول کېږي .
د لغمان ولایت په یو شمېر لرو پرتو سیمو او ولسوالیو کې یې د وسله والو طالبانو ترڅنګ د اسلامي دولت نومې ډلې پلویان هم فعالیت لري.
 
https://avapress.com/vdchvwnz623nqqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته