تېره اوونۍ، له هغې وروسته کله چې د هند او پاکستان ترمنځ شخړې زیاتې شوې، پاکستان خپل هوايي حریم د ټولو بهرنیو الوتنو پر مخ وتړه.
له دې ډلې، د افغانستان د هغو الوتکو الوتنه چې د پاکستان له لارې هند ته کېده هم درول شوې ده. له هغې وروسته افغانستان د ایران له هوايي حریمه هند ته الوتنه کوله.
د پاکستان د هوايي چلند ادارې د جمعې په ورځ د دغه هېواد څلور هوايي ډګرونه فعال کړل او ویلي یې دي چې ټاکل شوې ده نور هوايي ډګرونه هم د سېشنبې په ورځ فعال شي.
د هند او پاکستان ترمنځ شخړې له هغې وروسته ترینګلې شوې چې د تېرې سېشنبې په ورځ، هندي جنګي الوتکو پاکستان کې د جیشالمحمد جنګیالیو یو مرکز په نښه کړ او د هندي چارواکو په وینا د دغې ډلې یو ډېر شمېر غړي وژل شوي دي.
د جیش المحمد ډلې دوه اوونۍ مخکې کمشیر کې پر هندي امنیتي ځواکونو د هغه برید پړه منلې، چې ۴۴ هندي امنیتي ځواکونه په کې وژل شوي وو.
بلخوا د پاکستان ملي پوځ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هند هوايي ځواک دوه الوتکې یې نسکورې کړې دي. د رپوټونو پر بنسټ، یوه له دغو الوتکو د هند کشمیر کې او بله یې هم د پاکستان کشمیر کې لوېدلې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)