دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۹
د مطلب کود : 183923
شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون روسیې ته تللی
د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون چې نن د چهارشنبې په ورځ سهار وختي له پیونګ یانګ د روسیې ولادي‌وستوک بندري ښار ته حرکت کړی و اوس روسیې ته رسېدلی دی.

دی به سبا پنجشنبه د روسیې له ولسمشر پوتین سره وګوري.
د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس نن سهار ویلي و چې کېم جونګ اون له خپلو ځینو حکومتي او پوځي چارواکو سره په ګډه په یوه خصوصي ټرېن « اورګاډي» کې د نږدې ۷۰۰ کېلو مترو مزل پيل کړی.
اخوا د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ کرملېن سکرتر یوري اوشاکوف پرون د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي چې د کېم جونګ اون او ولادیمیر پوتین د پنجشنبې ورځې کتنه به په کوریا ټاپو وزمه کې له سیاسي او ډپلوماتیکې لارې د اټمي لانجې په هواري متمرکزه وي.
اوشاکوف همداراز شمالي کوریا ته کور ودانی ویلی چې د ده په خبره په څو وروستیو میاشتو کې یې راکټي ازموینې بندې کړي او اټمي سایټونه‌یې تړلي دي.
https://avapress.com/vdcb5fb8frhbw9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته