د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې، تېره شپه د ارغنداب او شاوليکوټ ولسواليو په سرحدي سیمه کي د ارغنداب ولسوالۍ پر څلورو امنيتي پوستو باندي د وسلوالو مخالفینو لخوا بریدونه شوي، چي په پايله کي يې د امنيتي ځواکونو د غبرګون له امله د وسلوالو مخالفینو ۱۸ تنه وژل شوياو ۱۵ يې ټپیان دي
د اعلامیې له قوله، په نښته کې د امنيتي ځواکونو څخه ۵ پولیسو ژوند له لاسه ورکړی او ۲ نور ټپیان دي.
دې ته ورته په تخار کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ په نښتو کې دواړو خواوو ته د مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولایت د والي ویاند جواد هجري د پیښې پخلی کوي او وایي چې تېره شپه شپه وسله والو د یاد ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کۍ د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي چې، په ترڅ کې یې دغه ډلې ته له تلفات سربیره څلورو امنیتي سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او ۴ نور ټپیان دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)