دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۹
د مطلب کود : 185114
د ایران په وړاندی د آمریکا استراتژی سهوه ده
د ختیځ اروپا څیړنیز مرکز مشر په یو خبرو اترو کې د ایران په وړاندی د آمریکا استراتژی د نښتو په مقصد غلط بللی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره: روپرشت پولنتس د ختیځ اروپا ترټولو لوی څیړنیز مرکز مشر د آلمان رادیو ته په خبرو کې د ایران په وړاندی آمریکا اخیر موضع په اړه وویل: ایران سره نښتو په لړ کې د امریکا استراتژی سهوه ده.
هغه وویل: د آمریکا ولسمشر د ایران سره مخامخ کیدو په طرحه کې صحیح لوری ته ګام نه پورته کوی.
پولنتس چی مخکې د آلمان خارجی پارلمان سیاست کمیته غړۍ هم وو هغه نیوکو ته په اشاره سره چی آمریکا دولت ایران په وړاندی مطرح کوی، وویل: د خبرو اترو نه بغیر بل لاره د اختلافاتو حل لپاره نشته.
هغه همدارنګه په دی بیان سره چی سیاسی اغیز ایران باندی لږ څه سخت دی، وویل: یواځی ایران چارواکو سره خبری اتری کولای شی په حاضر حال کې اغیزمنده وی. له بل لوری د روسیه څخه مرستو او ملاتړ هیله هم نه شته،  ځکه په دی صورت کې هم د مسکو-واشنګتن ترمنځ نښتو احتمال شته.
 
https://avapress.com/vdcfytdyjw6dcya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته