کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې یې له ترهګرو سره د همکارۍ په تور شپږ تنه نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت په خبر پاڼه کې راغلي:” د کورنیو چارو وزارت د پولیسو د ځانګړ ځواکونو په عملیاتو کې چې د شپې له مخې د کابل ولایت سروبي ولسولۍ په اوزبین کې ترسره شول، په پایله کې یي د طالبانو د ترهګرې ډلې ۶ تنه غړي ونیول شول”.
د کورنیو چار وزارت زیاتوي چې د ترهګرۍ په وړاندې د دغو عملیاتو په پایله کې یې ۶ طالب ترهګر نیولي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)