دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۹
د مطلب کود : 187981
د کابل پوهنتون درېیم استاد له داعش سره د همکارۍ په تور نیول شوی
د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په کابل کې د داعش شبکې یوه څلور کسیزه ډله چې، د کابل پوهنتون یو استاد هم په کې شامل دی، نیولې ده.

د ملي امنیت د خبرپاڼې له مخې، د کابل پوهنتون استاد مبشر مسلمیار او د داعش ډلې د ځوانانو د جلب او جذب مسوول په شمول یې څلور کسان د دغه ډلې سره د همکارۍ او سلفیت ته د ځوانانو د جذبولو په تور نیولي دي.
د ملي امنیت ریاست احمد طارق ، احمد فاروق او ابو عبیدالله متوکل د داعش د دغې څلورکسیزې ډلې د پاتې نیول شوو غړو په توګه معرفي کړي دي.
د خبرپانې په ټکو، احمد طارق او احمد فاروق، چې سره دواړه ورونه دي د کابل په شپږمه حوزه کې تیرکال د میوند د پهلوانۍ پر کلپ د ځانمرګي برید په تنظیمولو، تیره میاشت د افغانستان د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو د کمیسیون د کارکوونکو پر موټر ځانمرګي برید او همدارنګه د یکه توت په سیمه کې د حامد کرزي پر نړیوال هوايي ډګر وسله وال بریدونو کې پر لاس لرلو اعتراف کړی دی.
دې ته ورته تیره اونۍ سیمه ییزو رسنیو د ملي امنیت ریاست له خوا د کابل پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځي د دوو استادانو د نیولو خبر ورکړی وو.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjoaevvuqeohz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته