ده وویل: ” زه لکه یو افغان د ولسمشریزو ټاکنو له نوماندانو څخه هېله لرم چې په ټاکنیزو کمپاینونو کې له دولتي سرچینو څخه ګټه پورته نکړي ځکه دوي د افغانستان قوانینو له دې کار څخه منع کړي دي”.
دغه راز کابل کې د امریکا سفارت، د افغانستان د ولسمشرۍ د را روانو ټاکنو لپاره د بودجې د تامین هر کلی کړی او په دې اعلامیه کې یې د ټاکنو له بهیر سره د ۲۹ میلیونه ډالرو د مرستې ژمنه کړې ده.
د سفارت له لوري په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د ډېرو کارکونکو استخدام، د بیومتریک دستګاوو تیارول او په دې برخه کې د کارکونکو روزونه د سمو او رڼو ټاکنو لپاره حیاتي نقش لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)