دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۱۳
د مطلب کود : 189513
په سرپل ولایت کې د یو معلول بزګر سر د طالبانو له لوری وهل شوی
د سرپل ولایت سانچارک ولسوال وویل: طالبان یو معلول بزګر چی دوه اونۍ مخکې د یو نامعلوم دلیل له مخې ددی ولسوالی څخه تښتول شوی وو تیره ورځ په فجیع توګه سر وهلی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، نقیب الله دقیق، د سانچارک ولسوال وویل: دا کس ۵۰ وو او نور احمد نومیده او ددی ولسوالی مسجد سبز کلۍ اصلی اوسیدونکې وو.
هغه زیاته کړه: ددی کس جسد د سانچارک ولسوالی اوسیدونکې له لوری ددی ولسوالی په ګجوای کلۍ کې پیدا شوی او کورنۍ ته یی سپارل شوی دی.
په همدی حال کې اسدالله خرم؛ د سرپل ولایتی شورا یو غړۍ وویل: نور احمد  پنځوس کلن زما خپلوانو څخه وو، هغه په ۱۳۷۶ کال کې د ماین چاودنې له امله خپل یو پښه او سترګه له لاسه ورکړی وو او اعصاب یی هم غیری نورمال وو.
هغه زیاته کړه: طالبان دوه اونۍ مخکې د شپی له خوا هغه خپل سیمی څخه تښتولی وو، څلور ورځی مخکې ددی وروسته چی طالبان سانچارک ولسوالی باندی خپل برید کې ناکام شو او هغوی ته تلفات واوښتی، دا کس معلول یی تیرباران کړی او ۲۲ مرمی پر هغه باندی خالی کړی دی او جسد یی د ګجوا کلۍ دشت شور سیمه کې اچولی دی.
خرم وویل: ددی کس څخه شپږ کوچنی اولادونه پاته شوی دی.
د سرپل ولایتی شورا دا وکیل ددی کس د سر وهلو خبری په ردولو سره وویل: طالبان یواځي نور احمد تیرباران کړی دی.
 
https://avapress.com/vdccsoqs12bq4p8.5ja2.html
ټګونه
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته