دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۱۱
د مطلب کود : 189604
ډاکترانو د یو هندي ماشوم له خولې نه ۵۲۶ غاښونه ایستلي
په هند کې ډاکترانو د یو اوه کلن هلک له خولې نه یو غده وایستله چې په کې ٥٢٦ غاښونه وو.

د هند د چنیای ښار د غاښونو سواتای روغتون ډاکتر شنانتل ناتهـ، وویل چې دغه غده ددغه ماشوم په لاندنۍ ژامې کې وه.
هغه وویل: "دغه ماشوم مونږ ته راغی او په لاندنۍ ژامه کې یې د پړسوب نه شکایت درلود".

ښاغلي ناتهـ ، وویل چې دغه ماشوم له درې کلنۍ نه ددغې ستونزې سره لاس او گریوان و او څیره یې پړسیدلې وه.
ډاکترانو ددغه ماشوم له خولې نه د غاښونو په ایستلو پنځه ساعته تیر کړل او بیا د هغه غاښونه وشمیرل.
ددغه اوه کلن ماشوم نوم ندی اخیستل شوی، خو ویل شوي چې په روغتون کې له درې ورځو تیرولو وروسته رخصت شوی دی.
ډاکتران پدې باور دي چې ښایي دا د ژنتیکي مسلو سره تړاو ولري.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdzn0foyt0j96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته