دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۰۹
د مطلب کود : 190620
په جوزجان کې د امنیتی ځواکونو او طالبانو درانده تلفات
جوزجان سیمه ییز چارواکې د هیواد په شمال کې وایی چی تیره شپه ۸ بجو په شاوخوا طالبان د فیض آباد ولسوالی کوکلداش سیمی باندی تهاجمی بریدونه ترسره کړي چی د امنیتی ځواکونو سخت نښتی سره مخ شوی دی.

 

فریدون انیق، د جوزجان والی ویاند د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په خبرو کې وویل: دا نښته نن ورځی ۴ بجی سهار پوری ادامه درلود چی په ترڅ کې یی ۹ تنه امنیتی ځواکونه خپل ژوند له لاسه ورکړي او ۷ تنه نور ټپیان شوی دی.

همدارنګه په دی نښته کې ۱۲ تنه طالبان هم وژل شوی او ټپیان شوی دی او بلاخره د سیمی څخه شاتګ ته اړ شوی دی.

د فریدون انیق په وینا، مرستندویه ځواکونه سیمی ته رسیدلی او اوس امنیتی وضعیت په دی سیمه کې د  دولت ترکنترول لاندی دی.

دا په داسی حال کې دی چی طالبان د یو خبرپاڼي په خپرولو سره وایی چی اسلامی امارت مجاهدین د الفتح سریع عملیات په جریان کې، د فیض آباد ولسوالی کوکلداش سیمه کې د دشمن پر یو پوستی باندی برید کړی دی.

تیره شپه برید ترسره شوی چی له امله یی پوسته په پوره توګه فتحه او د پوسته ظالم قوماندان د باز محمد په نامه ۱۰ تنه پولیس او اربکی وژل شوی او ۷ تنه نور ټپیان شوی دی.

په همدی حال کې د جوزجان ولایت فیض آباد ولسوال تائید کړی دی چی قوماندان باز محمد د طالبانو سره تیره شپی نښته کې د ۱۱ تنو کسانو سره چی تر امر لاندی یی وو، وژل شوی دی.

https://avapress.com/vdcdxz0fzyt0n96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته