دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۰۹
د مطلب کود : 258164
په جوزجان کې د پنځو ښوونځيو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې
د جوزجان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په دریو ولسوالیو کې د پنځو ښوونځیو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د جوزجان ولایت د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، نن دوشنبه د سنبلې په ۱۴مه د دغه ولایت په آقچه، خواجه دوکوه او خانقاه ولسوالیو کې د پنځو ښوونځيو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې
د چارواکو په وینا، دغه ښوونځي د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې مرستندویه موسسې له خوا جوړېږي.
 
د معلوماتو له مخې، د دغو ښوونځيو دوه بابه به د آقچې ولسوالۍ، يو باب په خنګاه ولسوالۍ او دوه نور ښوونځي د جوزجان په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې جوړ شي.
 
ويل کيږي چې د دغو ښوونځيو ځمکې د خلکو له خوا پيرودل شوې او د دغه ولايت د پوهنې رياست ته ورکړل شوې دي او د دغو ښوونځيو په جوړولو او فعاليت سره به څه د پاسه درې زره زده کوونکي له اسانتياوو برخمن شي.
 
محمد طاهر جواد؛ دجوزجان ولايت دپوهنې رييس ددغو ښوونځيو دجوړولو په مراسمو کې وويل چې په جوزجان کې دپوهنې په برخه کې دخلکو ليوالتيا زياته ده او داسلامي امارت له واکمنۍ څخه تراوسه پورې څه دپاسه شل جريبه ځمکه په جوزجان کې دپوهنې دجوړولو په موخه دپوهنې لپاره ځانګړې شوې ده . یو ښوونځی
 
جوزجان د بلخ تر څنګ هغه ولایت دی چې نجونې پکې تر دوولسم ټولګي پورې ښوونځي ته ځي او اسلامي امارت د نجونو د زده کړې مخه نه ده نیولې. خو په جوزجان کې ۴۳ سلنه ښوونځي ترمیم شوي نه دي او د دغه ولایت د پوهنې ریاست د ترمیم ژمنه کړې ده.
 
https://avapress.com/vdcb0wb5arhbs8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته