دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۲۴
د مطلب کود : 257370
په جوزجان کې اورلګېدنه د خلکو له تګ وروسته مړ شو
د جوزجان سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د فیض آباد ولسوالۍ د بالا مردان کلي ډېری اوسېدونکي دسیمي څخه تللي او اوس اور لګېدنه کمه شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: عبدالستار حلیمی؛ د جوزجان د امنیې قوماندانۍ ویاند نن دوشنبه د اسد ۲۹مه، افغان غږ خبری آژانس ته وویل: له تېرې پنجشنبې راهیسې د فیض آباد ولسوالۍ په بالا مردیان کلي کې اور مړ شوي ده خو اوس هم د اور لګیدو امکان شته.
 
د هغه په ​​وينا، تر اوسه د اور لګېدو لامل نه دى معلوم؛ خو اور هغه وخت مړ شو چې خلک د سیمي څخه کډه کړه.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د جوزجان ولايت د فيض آباد ولسوالۍ په بالا مرديان کلي کې اورلګېدنې له دوو اوونيو راهيسې دوام درلود، چې د چارواکو په وينا ٨٠٠ کورنۍ زيانمنې شوې، خو د خلکو په وينا تر دوه زره زياتې کورنۍ له دغه کلي وتلي دي.
 
تر اوسه د جوزجان ځايي چارواکي ټينګار کوي، چې اورلګېدنه د "پیریانو" له امله شوې ده. خو د دې کلي بې ځايه شويو خلکو افغان غږ خبری آژانس ته وويل، چې ناپېژاندو وسله والو لومړى يو قومي مشر وواژه، د شپې له خوا يې په خونو کې اوړه او غوړي واچول، وروسته د وسله والو له خوا د کلي پر ښځو او نجونو جنسي تیری وشو او بیا اور پیل شو.
 
https://avapress.com/vdcjaae8yuqeitz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته