دخپریدو نیټه :شنبه ۹ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۳۰
د مطلب کود : 190799
د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیران کندز ته تللي
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، طالبانو پر کندز ښار په حملې سره غوښتل چې هلته د وحشت فضا حاکمه کړي، خو د افغان ځواکونو له جدي او پر وخت ځواب سره مخ شول.

پر کندز ښار د طالبانو د تېرې شپې له حملې وروسته د افغانستان د دفاع وزیر اسدالله خالد او د کورنیو چارو وزیر مسعود انداربي دغه ولایت ته تللي دي.

د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وایي، کندز ته د دغو دوو لوړرتبه چارواکو له ورتګ سره په کندز ښار کې وضعیت بدلون موندلی دی.
دی وایي: نن له غرمې وروسته د دفاع او کورنیو چارو وزیران او جنرال سکاټ مېلر د وضعیت د کنټرول او مدیریت لپاره کندز ولایت ته سفر وکړ او اوس هم هلته دي، له تېرو ساعتونو اوس وضعیت عادی شوی دی.

خو د کندز د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي بیا د دفاع وزارت د ویاند دغه ادعاوې ردوي او وايي چې طالبان لاهم د ښار له څنډو په شا نه دي تمبول شوي.
ښاغلی ولي ادعا کوي چې طالبان اوس هم د ښار مرکزي سیمو سره نږدې په يو کلیومترۍ کې ځای پر ځای دي.
دی وایي: خبره له کیلومتره اوښتې او ښايي طالبان ښار ته له يوه کیلومتره په نږدې فاصله کې وي، طالبان د مخدره موادو سره د مبارزې د مدیریت، سرې میاشتې، د پولیسو درېیمې حوزې، حوزوي روغتون، د ښاري پولیسو ټولي او چرخاب کې پراته دي او جګړه دوام لري.
بل خوا په ولسي جرګه کې د کندز د خلکو استازې فاطمې عزیز ازادي راډیو ته وویل، چې پر کندز ښار د تېرې شپې په حمله کې د ملکیانو ترڅنګ ښکېلو اړخونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو د تلفاتو د شمېر په اړه یې معلومات ور نه کړل.
دې وویل: طالبان له سیمې نه دي تللي، په عملیاتو کې زیات شمېر طالبانو، افغان سرتېرو او ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د طالبانو د ډلې اړوندو وسله والو کسانو تېره شپه له درېیو اړخونو پر کندز ښار حمله وکړه چې د ځینو راپورونو له مخې، لا هم د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.
 

د دغه وزارت ویاند روح الله احمدزي د شنبې په ورځ په کابل کې يوې خبرې ناستې ته وویل چې طالبانو دغه حمله په بدخشان ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو په ځواب کې کړې ده.
ښاغلی احمدزی وایي، طالبان په دې حملې سره غواړي چې له بدخشانه د افغان ځواکونو پام نورو سیمو ته واړوي.
هغه وايي، د طالبانو پر وړاندې په بدخشان او کندز دواړو ولایتونو کې د افغان ځواکونو عملیات په يو وخت کې دوام لري.
طالبان څلور کاله وړاندې توانېدلي وو چې د لنډې مودې لپاره د کندز ښار کنټرول په لاس واخلي، له هغه وروسته دغې ډلې څو وارې په دغه ښار حملې وکړې.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaown6o49no01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته