دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۹
د مطلب کود : 191799
په زابل کې موټربم بريد ۷ کسان وژلي او ۶۷ نور يي ټپيان کړي
په زابل کې موټربم بريد ۷ کسان وژلي او ۶۷ نور يي ټپيان کړي.

بريد نن سهار د زابل په مرکز کلات ښار کې د ملي امنیت پر قراول شوی دی.
د چاودنې پرمهال له ملي امنیت سره نږدې د زابل ولایتي روغتون ته ‌‌‌‌‌‌ډېر زیان اوښتی دی.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال ازادي راډيو ته وويل چې ټپيان یې شخصي روغتونونو ته انتقال کړي او د کندهار ميرويس حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د ميرويس روغتون يوې سرچینې ازادي راډيو ته وويل چي تر دې مهاله د ۷ وژل شویو کسانو مړي او شااوخوا ۶۷ ټپيان دغه روغتون وروړل شوي دي.
ويل کېږي چي په وژل شویو او ټپيانو کي تر ډېره د زابل د ولايتي روغتون کارکوونکي او ډاکتران شامل دي.
عيني شاهدان وايي چي چاودنه ‌‌‌‌‌‌ډېره درنه وه او تر لېري ساحو یې د کورونو، دوکانونو او دفترونو ښيښې ماتې کړي دي.
طالبانو د بريد مسؤليت منلی او د ګڼو افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې ادعا يې کړې ده.
سرچينه : ازادی رادیو
https://avapress.com/vdcb98b89rhb9zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته