دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۲۲:۱۴
د مطلب کود : 192673
دO.H.W مرستندويه ادارې مسؤل دولايت مقام له مرستيال سره وکتل
ليدنه، چي د یکشنبې په ورځ د ولايت مقام د مرستيال عبدالحنان منيب په کاري دفتر کي ترسره سوه پرمهال يې د کار او ټولنيزو چارو د کار امر هم حضور درلود.
په ليدنه کي د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب د O.H.W مرستندويه ادارې مسؤل ته د اړوند دولتي سکتور سره نه هماهنګي او يوشمېر نورو برخو کي ستونزي په نښه کړې، چي ولايت مقام ته قابل د قبول نه وې.
ښاغلي منيب د يادي ادارې د فعاليتونو لپاره ګډ هئيت تعين کړ، ترڅو د راتلوونکو کړنو اړوند ولايت مقام ته راپور وړاندي کړي.
د ولايت مقام مرستيال ټينګار وکړ، چي ټوله مرستندويه ادارې دي د سکتوري ادارو سره په پوره همږغۍ چاري ترسره کړي.
https://avapress.com/vdcd5x0fsyt0n96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته