دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۲۱:۴۱
د مطلب کود : 193209
تکمیلی/ بلخ کې د الوتکې د سقوط له امله ۷ تنه د ۴ پیلوټانو په شمول خپل ژوند له لاسه ورکړي
د ځواکونو یو چورلکه نن سه شنبه میزان په ۲۳ نیټه مازدیګر ۵:۳۰ دقیقو په شاوخوا د حیرتان دوراهی په سیمه کې او مزارشریف ښار ختیځ ورودی دروازی ته نږدی سقوط کړی دی.

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، نن مازدیګر د شاهین ۲۰۹ قول اردو پوری اړوند یو چورلکې سقوط له امله حیرتان بندر سیمه کې، ددی چورلکې ټول ۷ سپرلۍ د ۴ پیلوټانو په ګډون شهید شوی دی.
مسؤولین د شاهین ۲۰۹ قول اردو کې وایی چی نن مازدیګر ۵:۳۰ بجی په شاوخوا یو MI 17 ډوله هلیکوپتر ملی اردو پوری اړوند، د تخنیکی عوارضو له امله د بلخ ولایت حیرتان دو راهی کې د اضطراری ناستې په حال کې د ځمکې سره نښته کړی دی.
حنیف رضائی؛ د شهین ۲۰۹ قول اردو مطبوعاتی مسئول افغان غږ خبری آژانس خبرنګار ته وویل چی دا چورلکه د شاهین ۲۰۹ قول اردو میدان څخه مولانا جلال الدین بلخی هوایی ډګر په مقصد الوتنه درلوده.
رضایی زیاته کړه چی ددی پيښی ټول شهیدان د شاهین ۲۰۹ قول اردو روغتون ته لیږدول شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcjytevhuqeh8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته