دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۲۹
د مطلب کود : 193371
واشینګټن کې افغان سفیره د امریکا وتلو او سولې بهیر ته اندیښمنه ده
امریکا کې د افغانستان سفیره، رویا رحماني له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو او د سولې بهیر ته اندیښمنه ښودلې.

رویا رحماني ویلي له سوریې د امریکایی ځواکونو وتل، د افغانستان په اړه د امریکایانو ژمنتیا تر پوښتنې لاندې راوستې ده.
رویا رحماني د امریکا اتلانتیک شورا کې د خبرو پرمهال ویلي پرته له دې چې د افغانستان وضعیت ښه درک کړی شي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو او سولې بهیر په تړاو هر ډول پریکړه به د هیچا په ګټه نه وي.
میرمن رحماني همداشان ویلي افغانستان امریکا سره د همکاریو د دوام غوښتنه کوي او له امریکا غواړي چې افغانستان ته د اتلس کلن ملګري په سترګه وګوري.
واشینګټن کې د افغانستان سفیرې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د تیرو هغو په پرته رڼې بللې او ویلي یې دي چې دا ځل به ائیتلافي حکومت هم ونه منل شي.
میرمن رحماني ویلي اندیښنه لري لکه څرنګه چې امریکا سوریه کې کردي ځواکونه یواځې پریښودل، د افغانستان د حکومت شا خالي نه کړي.
هغه حکومت چې د اغلې رحماني په وینا اتلس کاله امریکا سره اوږه په اوږه د ترهګرو پر وړاندې وجګید.
هغې ویلي: "موږ له متحده ایالاتو غواړي هغسې چې یو راته وګوري، د یوه همکار په توګه چې اتلس کاله مو د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کړې ده. موږ د امریکا د ټولو هغو قربانیو او لګښتونو مننه کوو چې امریکا په دغه موده کې ورکړي دي. خو موږ هم دا په ډیرو قربانیو جبران کړې ده. موږ د امریکا د یو همکار په توګه ترهګرو او افراطیت پر وړاندې مبارزې او د خپل ځان، سیمې او نړۍ امنیت لپاره زیاتې قربانۍ ورکړي دي."
افغان سفیرې ویلي د افغانستان وضعې ته له پام پرته د سولې او خروج په اړه باید هیڅ ډول پریکړه ونشي.
میرمن رحماني د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې خلکو او امنیتي ځواکونو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه بللې
 
https://avapress.com/vdcjatevvuqehtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته