د سوداګرۍ او صنایعو خونې د پراختیا رئيس میر زمان پوپل وویل، اوس د یوې کیلو جلغوزیو بیه د افغانستان په بازارونو کې ۲۵۰۰ افغانۍ او په نړېوالو بازارونو کې ۳۰ ډالر ده.
د میر زمان په خبره، چین ته د جلغوزیو صادارت له دې هېواد سره د هوايي دهلېز تر پرانيستې وروسته ښه شوي دي.
په ورته وخت کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، د جلغوزیو بازار په هند، عربي متحده اماراتو او یو شمېر اروپايي هېوادونو کې هم د پام وړ دی.