دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۲۷
د مطلب کود : 194543
د ارغندې سب سټیشن له پرانیستلو سره د کابل او ګاونډویو ولایتونو د برښنا پرچاوۍ کمېږي
د کابل سویل لویدیځ د پغمان ولسوالۍ اړوند ارغندې سیمه کې د ارغندي ۲۰/۲۲۰ کیلوولټ سب سټیشن، د افغانستان برښنا شرکت د مشرتابه او د دولت د یو شمیر لوړ پوړو چارواکو لخوا پرانیستل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ارغندې سب سټیشن د پرانیستې مراسمو کې د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس انجنیر امان الله غالب، د کابل والي محمدیعقوب حیدري، په افغانستان کې د زیمنس کمپنۍ رئیس محمدفهیم صافی، د کابل د ولایتي شورا رئیس او ځینو غړو، دیني عالمانو، سپین ږیرو، قومي مشرانو او د برښنا شرکت یو شمیر کارکوونکو ګډون کړی ؤ.
د مراسمو په پیل کې د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس انجنیر امان الله غالب ټولو هېوادوالو ته د ارغندې ۲۰/۲۲۰ سب سټیشن د پرانیستې مبارکي وویله او زیاته یې کړه: "دا په لویه کچه یوه ملي پروژه وه، چې د برښنا د کمښت، کمیت او کیفیت له اړخه به وکولای شي ستونزې حل کړي، چې ګټې اخیستنې ته ددې پروژې سپارلو سره د نورو یو شمیر ولایتونو د برښنا ستونزې هم حل کیږي."
ښاغلي غالب د ارغندې سب سټیشن پروژه د ملي وحدت حکومت له پراختیايي برنامو څخه وبلله او زیاته یې کړه، چې د افغانستان برښنا شرکت د ټول هېواد په کچه د برښنا رسونې چارو او غوره برښنايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره تل هڅي او نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړې دي.
د ارغندې ۲۰/۲۲۰ کیلوولټ سب سټیشن د ۱۲۶ میګاواټه امپیره برښنا ظرفیت لري، چې وروسته له دې به د کابل ښار او د کابل د ګاونډیو ولایتونو د برښنا پرچاویو ستونزه تر ډیره بریده حل شي.
ددې پروژې کار د ۲۰۱۶ ز کال د جون میاشتې په ۲۸ پیل شوی ؤ، چې له نیکه مرغه نن عملاً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
پر دې پروژې نږدې ۲۰ میلیونه امریکايي ډالره لګښت راغلی دی، چې پیسې یې د آسیا پرمختايي بانک لخوا ورکړل شوی دی.
د یادونې ده، چې د ارغندې سب سټیشن پروژې د تطبیق ټولې چارې د افغانستان برښنا شرکت تر څارنې لاندې د زیمینس قرار دادي کمپنۍ لخوا پر مخ وړل شوې دي.
د افغانستان برښنا شرکت هوډ لري، چې له شته فرصتونو او آسانتیاوو څخه په ګټې اخیستنې په هېواد کې د برښنا رسونې خدمتونو چارې چټکې کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbaab8frhb9sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته