په تېرو دریو ورځو کې د وسله والو طالبانو د سړک غاړې ماینونو په پکتیکا، تخار او بغلان ولایتونو کې ۲۴ بېګناه افغانان وژلي.
وسله والو طالبانو پرون د بغلان په ډنډ شهاب الدين کې د ملکي خلکو يو موټر په بم الوزولی. اته تنه يې د ماشومانو او ښځو په ګډون وژلي. شپږ تنه يې نور زخميان دي.