دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۳۳
د مطلب کود : 195190
درې ټاکنیزو ډلو د رایو بیاشمېرنې بهیر تحریم کړ
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د «ثبات او همپالنې» د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د «سولې او اسلامي عدالت» او د رحمت الله نبیل په مشرۍ د «امنیت او عدالت» ټاکنیزو ډلو د رایو بیاشمېرنې بهیر سره پرېکون اعلان کړ.

دغه ټاکنیزې ډلې، په اوسنیو شرایطو کې د رایو بیاشمېرنې بهیر پیل «ناقانوني» بللی او له خپلو څارونکو څخه یې غوښتي چې د بیا شمېرنې ځایونه پرېږدي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون، نن (شنبې د لړم په ۱۸مه) اعلان وکړ چې په ټول افغانستان کې د رایو د ۸۲۵۵ محلونو د بیاشمېرنې او تفتیش بهیر یې پيل کړی دی.
خو د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله وايي چې دغه بهیر، د باطلو او له بایومېټریک رایو له چاڼ مخکې او همدارنګه د رایو د کچې له مشخص کولو پرته پيل شوي او دا کار د قانون ماتول دي.
د دغې ټاکنیزې ډلې په اعلامیه کې راغلي:«د انتخاباتو کمېسیون دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې تکراري او له وخت څخه بهر او تراوسه ټولې تقلبي رایې چاڼ شوې نه دي. د دې سربېره، ۲۴۳۲ نور محلونه چې تراوسه هېچا د هغه په اړه مالومات نه درلود او د هغوی په اړه هېڅ ډول بایومېټریکي مالومات نشته، د کمېسیون د نوې پرېکړې پر بنسټ د رایو بیاشمېرنې بهیر کې شاملېږي.»
ثبات او همپالنه د ټاکنو له کمېسیونه غواړي چې د رایو بیا شمېرنې بهیر د تقلبي او له بایومېټریک پرته رایو له بشپړ تفکیک او چاڼ وروسته پیل کړي.
په ورته وخت کې، د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا هم د یوې اعلامیې په صادرولو سره، د رایې بیاشمېرنه د ټاکنو خپلواک کمېسیون د هغو کارکوونکو په موجودیت کې چې د دغې شورا په وینا په ټاکنیزو درغلیو کې لاس لرلی، او د هغه د صحت پخلی یې کړی، د دغو کسانو جرمي کړنه ګڼل کېږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaomn6w49no61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته