په دې لیدنه کې په پېښور، سوات، کویټه، ژوب، لاهور او کراچۍ کې د اکاخېلو قوم مشرانو هم ګډون کړی و چې په کې له اسلام اباده غوښتل شوي، د پاکستان امن د کابل په امن پورې تړلی دی.
ښاغلي شیرپاو په دې لیدنه کې ټینګار کړی چې له افغانستان سره اړیکې دې بېرته په هر شکل چې وي، ورغول شي او د ډیورنډ پر کرښه د اوښتې جنګي مرګژوبلې له قرباني کورنیو سره دې مرستې وشي: (( موږ تل په افغانستان کې د امن غوښتنه کړې، په دې برخه کې هرې مرستې ته هم چمتو یوو، که پاکستان د کابل له دښمنۍ لاس وانخیست، له کابل څخه به هم د اور لمبې د پاکستان لمنه وسېځي.))
ښاغلي شیرپاو د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې له طالبانو سره دې د امریکا مذاکرات بیا پيل کړي، ځکه چې د شېرپاو په وینا له سولې پرته بله لار نشته.