دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۲
د مطلب کود : 196204
خالد: هېڅ چاته د ټاکنو بهیر د ګډوډولو اجازه نه ورکوو
د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وايي، افغان امنیتي ځواکونه د ټاکنو بهیر کې بې طرفه پاتې شوي او تر دې وروسته به هم د بې طرفۍ په نظر کې نیولو سره هیڅ چاته د دغه بهیر د ګډوډولو اجازه ورنه کړي.

ښاغلي خالد د یکشنبې په ورځ د نومبر پر ۲۴مه «لېندۍ۳مه د «سولې او امنیت» په اړه د افغان ښځينه پوځيانو کنفرانس کې وویل، چې افغان امنیتي ځواکونو په ولسمشریزو ټاکنو کې خپل بې طرفي ثابته کړې ده.
هغه وویل، که څه هم په ټولنه کې اندېښنې شتون لري، چې د ټاکنو بهیر د کړکېچ خواته ولاړ شي، خو نوموړي ډاډ ورکړ، چې د هېواد سیاسیون پخپلې «پوهې سره هېواد د کړکېچ خواته وړلو هڅه نه کوي.
اسدالله خالد وویل:"دا هم په وضاحت سره وایم، لکه څرنګه، مو چې ثابته کړې وه، چې بې طرفه پاتې کېږو، همدارنګه هېڅ ډول تاوتریخوالي ته، چې د افغانستان د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړي اجازه نه ورکوو، افغان امنیتي ځواکونه پوره توان لري، چې د دښمن د نصیحتونو مخه ونیسي."
هغه وویل، چې د ټاکنو بهیر د افغانستان د ټاکنو په کمېسیونونو پوري اړه لري، چې څنګه مخته ځي.
اسدالله خالد دا څرګندونې تر هغه وروسته کوي، چې د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټېم کاندید عبدالله عبدالله د تېرې لړم میاشتې پر۲۶مه وویل، چې افغان ځانګړو ځواکونو په کندز ښار کې ددې ټېم پر پلویانو ډزې کړي دي او د دغه ټېم یو څارونکی یې وژلی دی.
ښاغلي عبدالله وویل: "... له «ځانګړو ځواکونو» څخه د یو شمېر هېوادوالو په وړاندې، چې اعتراض یې کړی و استفاده شوې ده."
هغه په سیاسي مسائلو او ټاکنیز بهیر کې د افغان سرتېرو داخلول د اساسي قانون خلاف «ملي خیانت» وباله.
تر دې مخکې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم په ټاکنو کې د امنیتي سرتېرو د مداخلې په اړه د عبدالله عبدالله تورونه رد کړي و.
دغه وزارت هم ویلي و چې افغان ملي پولیس نه خپله ټاکنیز بهیر کې مداخله کوي او نه هم بل چاته د مداخلې اجازه ورکوي
تر هغه وروسته په کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم وویل، چې افغان ځواکونو د ټاکنو پر مهال او تر ټاکنو وروسته هم بې طرفه پاتې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې لا هم د څه کم دوو میاشتو په تېرېدو سره د ولسمشریرزو ټاکنو پایلې د ځینو ستونزو سره له امله نه دي اعلان شوي.
په دې وروستیو کې د ټاکنو کمېسیون لخوا د ۸۵۳۱ محلونو د رایو د بیا شمېرلو سره د عبدالله عبدالله په ګډون د ځینو کاندیدانو د مخالفت له امله په اوو ولایتونو کې د ټاکنو کمېسیون دفترونه هم د اعتراض کوونکو لخوا تړل شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchv-nzk23nwid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته