دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۱۵
د مطلب کود : 217581
خالد: افغان پوځ یوازې د جګړې لپاره نه دی
د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد نن پروان ولایت ته د سېلاب ځپلو سره د خواخوږۍ په موخه تللی او د دغه ولایت خلکو ته یې ویلي،افغان پوځ یوازې د جګړې کولو لپاره نه دی بلکې په هر حالت کې به د خپلو خلکو تر څنګ ولاړ وي.
د ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغه وزارت وزیر ستر جنرال اسدالله خالد نن له غرمې وروسته پروان ولایت ته د سېلاب ځپلو سره د خواخوږۍ په موخه سفر کړی.
خبرپانه کې راغلي، اسدالله خالد په پروان ولایت کې د سېلاب ځپلو کورنیو سره خواخوږي وښوده او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې د افغانستان امنيتي ځواکونه به په هر حالت کې د خلکو ترڅنګ ولاړ وي.
خبرپاڼه لیکي، اسدالله خالد د پروان خلکو ته ډاډ ورکړی چې ژر به له ځپل شوو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړي.
د یادونې ده چې د ملي دفاع له وزیر سره په دې سفر کې د ولسي جرګې رئیس میررحمان رحماني او د عامې روغتیا وزیر احمد جواد عثماني هم مل وو.
دا په داسې حال کې ده چې پروان ولایت کې تېره شپه د زیاتو اورښتونو له کبله سخت سېلابونه راغلل چې په پایله کې ۷۰ تنه مړه او نیږدې سل کسان ټپیان شوي دغه راز په سلګونو کورونه ویجاړ شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjoae8vuqeviz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته