د سالنګونو د ساتنې او ژغورنې اجرائیوي مشر سمیع الله ولیزاده ویلي؛ د هېواد د شمال دغه لویه لار له واورو او توپانونو څخه د ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي لپاره تر نامعلومې مودې وتړل شوه.
نوموړي زیاته کړې؛ د یاد رياست د ژغورنې ډلې هڅې پیل کړي، چې د شمال له لويې لارې څخه د ترافیکو د لیږد او لارښودنې چارې تر سره او ډېر ژر سړکونه له خلکو او ترفیکو پاک کړي.
ښاغلي ولي زاده زیاته کړې؛ تر هغې دې موتر چلوونکي د سالنګونو پر لوري حرکت نکوي، چې د رسنیو له لارې پوره ډاډمن شوي نه وي.