دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۵۰
د مطلب کود : 199905
راس ویلسون د جان بس موقت ځایناستي شو
  جان بس ماموریت ختمیدو سره یوځای، قرار دی راس ویلسون، امریکا یو پخوانۍ ارشد دیپلمات د هغه ځایناستی شی. راس ویلسون مخکې په ترکیه، آذربایجان او ګرجستان کې کار کړی دی.

جان بس، د امریکا سفیر کابل کې یی ماموریت په تازګی کې پای ته رسیدلی دی، په توییتر کې لیکلی دی: زه هیله مند یم چی ددی هیواد(افغانستان) اوسیدونکې او رهبران قدرت په یووالی کې ومومی، خپل اختلافات څنګ ته کړی او طالبانو سره یو سیاسی توافق ته رسیدلی لپاره کار وکړی.
هغه ټینګار کړی دی چی هغه او میرمن یی یو سوله ییز افغانستان ته بېرته تګ ته هیله مند دی.
راس ویلسون چی مخکې ترکیه، آذربایجان او ګرجستان کې کار کړی په موقت توګه ترڅو چی نوی سفیر ټاکل کیږی، د امریکا سفارت سرپرست به په کابل کې وی.
جان بس د ۱۳۹۶ کال میزان په شپږمه خپل کار ته افغانستان کې امریکا سفیر په حیث شروع کړی وو.
https://avapress.com/vdciu3azwt1a332.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته