د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې ښاغلی غني د اقتصاد په نړیواله سرمشریزه کې د ګډون لپاره سویس ته ولاړ.
ښاغلی صدیقي زیاتوي چې ولسمشر غني به په دغه سفر کې د نړۍ له رهبرانو سره وویني او د افغانستان د سولې پروسې او اقتصادي پرمختګونو په اړه خبرې وکړي.