دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۹
د مطلب کود : 202409
"هند، ایران، روسیه او ترکیه باید په افغانستان کې د تروریزم پر وړاندې جګړه وکړې، د تروریزم پر وړاندې دریدل یوازې د متحده ایالاتو مسولیت نه دی، زموږ ځواکونه به په بشپړ ډول له افغان خاورې نه وځې ، موږ به یو څوک ولرو تر هغه چې د طالبانو د بیا پورته کیدو امکان موجود وي، متحده ایالات له ۷۰۰۰ میله واټن څخه د ترهګرۍ پر وړاندې افغانستان کې جګړه کوي او هند و پاکستان د دروازې مخي ته څه نه کوي" د ولسمشر ډونالد ترامپ دې وینا د هند افغان پالیسۍ ته د بیا کتنې، ننګونې او ځان لیدنې نوي فصل پرانیستی دی.
 
 

امریکا ته طالبان تر هغه چې القاعدې ته یې پناه ورکوله ستونزه او تهدید نه ول، د ۹/۱۱ پیښې را پر دیخوا امریکا لوړ میزان لګښت ورکوي او د ولسمشر ترامپ ددې ټینګار چې هند د تروریزم پر وړاندې افغان جګړه کې مخامخ مرسته وکړې بنسټیز محور هم همدا لوړو لګښتونو سکالو ده. اوس پوښتنه داده چې د هند پخوانۍ افغان پالیسي د سیمې د نویو پرمختګونو لپاره څه غبرګونونه، بدلونونه او بدیلونه وړاندې کوي؟ هند به په افغانستان کې د خپل نرم‌ځواک (Soft power) او ستراتیژیک عمق (Strategic deep) ساتلو ته له کومې شیوې دوام ورکوي؟
د امریکا د هند په ګډون له پورته هېوادونو غواړي افغانستان کې جګړه وکړي، له هند غواړي عسکر ولیږي، جګړې ته وسله رانیسي، د افغان ځواکونو حربي مهمات چمتو کړي، امریکايي لیدلوری یې یو ستراتیژیک دوران (Strategic Cycle) ګڼي، په باور یې چې که هند د افغان جګړې کرښو ته ستون نه شي، هغوئ به کشمیر ته راشي-هندي لوری ټینګار کوي چېد ترهګرۍ سره مبارزه کې د ټرامپ یا پنټاګون ستاینلک ته اړ نه دی، او لا له وړاندې د عسکرو لېږل رد کړي، هند افغان ځواکونو ته د هلیکوپټرو، وسلو، جګړه‌ایزو مهماتو، اردو، پولیسو او ځانګړې ډول د کمانډویانو او پیلوټانو روزنې له لارې د افغان دولت ملاتړ او د افغان جګړې د غیر مستقم حضور برخوالۍ ته زړه نیسي.
د هند په پالیسۍ کې د طالب، اسلامي دولت او نورو پاکستاني ترهګریزو ډلو تعریف او ځای یو دی، ځکه نو د افغان دولت په مشرۍ د سولې د پروسې څخه ملاتړ کوي، د هند په باور که طالبان له افغان دولت سره د واک په شراکت یا سولې کې نتیجې ته ورسیدل، د اسلامي دولت، حقاني یا ورته جوړښت په متفاوت نوم بله ډله راپورته کوي ترستراتیژیک عمق (Strategic deep) او بایللی نفوذ بیا احیا کړي.
هند د افغان سولې او جګړې له روان بهیر څخه د هند ستره اندیښنه د افغان دولت او طالب د غیرمتجانس جوړښت ویره ده، هند فکر کوي چې د اساسي قانون او شرعیت ترکیب غیر متجانس دی او د طالبانو په راتګ د کورنۍ جګړې (Afghan civil war) اور نه سي درولی. هند اندښنه لري چې پاکستان هڅه کوي حقاني پر ځای وساتي او یوه برخه د طالبانو د مخالفت او اسلامي دولت بیا سره یو کړي او د هند پر وړاندې یې وکاروي – هند فکر کوي چې متحده ایالات هم د تروریزم پر وړاندې مبارزه کې واحد درېځ نه لري، د متحده ایلاتو ستراتیژیک امنیتي ساختار (Deep State) لکه د مرکزي استخباراتو اداره (CIA) او د دفاع وزارت (Pentagon) له سپینې ماڼۍ سره دوه رنګي لري، داسې ښکاري لکه ولسمشر ترامپ اداره چې د (Two track presidency) پراخ درز څخه رنځ وړي.
هند د طالبانو سره چې د هغوئ د امارت پر وخت یې هم د ښکاره دوښمنۍ اعلان نه و کړی جدي ستونزه نه لري، ځکه نو د اسلامي دولت، القاعدې، لشکر طیبه، جهیش محمد او نورو پاکستانې تروریستي ګروپونو رامنځته کول د پاکستان بالقوه عمل ګڼي او امریکا هم له همدې خوږ ګوتې پر هند او سیمې (Regional players) ږغ کړي چې د جګړې ډګر ته راستانه سي.
د هند افغان پالیسي د افغان دولت پر پښو دریدنې، پراختیايي مرستو، پانګونې او سیمه ایزه اتصال تمرکز کوي، هند جګړې ته ننوتل نه غواړي، دا د ځان لپاره غمیزه او ضایع ګڼي، فکر کوي چې افغان جګړه شوروي وبایله، امریکا هم نظامي حل نسې وړاندې کولی او هر بل قدرت هم نسې کولی په اسانۍ عسکر ولیږي ځکه بیا ترې وتل ډېر ستونزمن وي. د هند بهرنیو چارو وزیر په وینا موږ نه پوهېږو طالبان څوک دی، څنګه جګړې ته ننوځو، هغوۍ اصلا افغانان دي او موږ نه غواړو افغانانو سره جګړه نه کوو. هند آن نسې کولی ۳۰۰۰ افغان سرتیري تمویل کړې، حال دا چې له ۳۰۰۰۰۰ زیات افغان اردو تر ۳ تریلیون ډالرو پورې د جګړې لګښت غوښتلی سي، ځګه نو هند د افغانستان پراختیا ته فنډ ورکوي، او غواړي له دې لارې د افغان ځواکونو لپاره دایمي مالي ملاتړ غښتلی کړي.
د هند دریځ:
• هند له طالبانو سره د مستقمې مذاکرې میز ته نه ځي.
- که څه هم هند دوه متقاعد ډيپلوماتان د طالبانو د غیر رسمي خبرو اترو لپاره مسکو ته ولېږل.
- په هند کې ځينې داخلي کړۍ فکر کوي چې له طالبانو سره پرانیستی ارتباط ولري، ځکه هغوئ د افغانستان د د سیاسي پروسې یوه برخه ده، مګر په رسمي او واضح توګه د هند دولت د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د مالکیت ملاتړ کوي.
- که څه هم طالبانو د هند پر حکومت هيڅکله هم انتقاد نه دی کړی، که دوئ د قدرت شریکان ګرځي، هند به وکولی سي خپلو پراختیايي پروګرامونو ته په افغانستان کې دوام ورکړي او طالبـ+افغان حکومت به هم د هند-افغانستان له ستراتیژیک ملګرتیا څخه ملاتړ ته دوام ورکوي.
• هند به د افغانستان ښه ملګری پاتيږي، افغان دولت سره به د بیا رغونې پروسه کې مرسته کوي. د هند پراختیايي پروګرامونو په زرګونه افغان ځوانان له تروریزم څخه را اړولي دي.
• هند به افغانستان کې پانګونې ته دوام ورکوي، تراوسه 3 Billion dollars څخه یې زیاته پانګونه کړې.
• هند غواړي د افغانانو په مشرۍ، کنترول او مالکیت له هر ډول موضوع‌ګیرۍ ملاتړ وکړي او هر لوبغاړي (Stakeholder) ته د افغان دولت لخوا رول مشخص کیږي.
• هند په افغانستان کې مشروع، قانوني او ټاکل سوی دولت باندې ټینګار کوي.
• هند به د افغان دولت تر څنګ وي او د پاکستان د مداخلې او تروریزم سره د تقابل پایه به وي.
آیا هند باید افغانستان ته په نظامي جامو کې ننوځي؟
کچیري هند د جګړې کرښې ته ولاړ نسې، هغوئ (تروریستان) به د کشمیر وادې له لارې د هند ملي امنیت وګواښې. ددې پر ځای چې هغوئ (تروریستان) سره په خپله ځمکنۍ بشپړتیا (Territory) جګړه وکړئ ښه به وي هند هغوئ (تروریستان) سره افغانستان کې وجنګيږي. (د ټرامپ اداره)
- هند نسې کولی ۳۰۰۰ افغان سرتیري هم تمویل کړې، حال دا چې له ۳۰۰۰۰۰ زیات افغان اردو تر ۳ تریلیون ډالرو پورې د جګړې لګښت غوښتلی سي، ځګه نو هند د افغانستان پراختیا ته فنډ ورکوي، او غواړي له دې لارې د افغان ځواکونو لپاره دایمي مالي ملاتړ غښتلی کړي.
- هند جګړې ته ننوتل نه غواړي، دا د ځان لپاره غمیزه او ضایع ګڼي، فکر کوي چې افغان جګړه شوروي وبایله، امریکا هم نظامي حل نسې وړاندې کولی او هر بل قدرت هم نسې کولی په اسانۍ عسکر ولیږي ځکه بیا ترې وتل ډېر ستونزمن وي.
هند څه کولی شي؟
• هند غواړي افغان نظامي ځواکونو سره مرسته وکړي، هغوئ ته وسلې، توپونه او روزنې ورکړي.
• هند غواړي افغان کمانډویانو سره مرستې او روزنې وکړي.
• د واهان پروسې (Wuhan Process) وروسته د هند لومړی وزیر او چیني ولسمشر جینپنګ تر منځ هوکړه وشوه چې د (China-India+1 Model) له لارې په افغانستان کې خپلې مرستې او فعالیتونه همږغي کړي.
• د چین، هند جمعه یو موډل له لارې دوئ توافق کړی چې افغانستان خپل د نفوذ تعادل وساتي، دواړو هېوادو له دې لارې په مساوي توګه د افغان ډیپلوماټانو د روزنې پروګرامونه پیل کړي، دواړه هېوادونه له همدې تجربې په ګټنه د افغانستان سره امنیتي همکاري کولی سي.
• که له هند وغوښتل شې هم، هند لیوال نه دی د سولې خبرو کې ګدون ولري.
د نورو هېوادونو دریځونه، ګټې او لاسونه:
متحده ایالات: متحده ایالات د تروریزم پر وړاندې مبارزه کې واحد درېځ نه لري، د متحده ایلاتو ستراتیژیک امنیتي ساختار (Deep State) لکه د مرکزي استخباراتو اداره (CIA) او د دفاع وزارت (Pentagon) له سپینې ماڼۍ سره دوه رنګي لري، داسې ښکاري لکه ولسمشر ترامپ اداره چې د (Two track presidency) پراخ درز څخه رنځ وړي.
- پنټاګون د ستراتیژیکو دلایلو په درلودلو سره سیمه کې دایمې پروژه او ګډون غواړي.
- پر بل اړخ، ټرامپ او نور پوپلسټان چې د ټاکنو له سیالو سره مخ دي، خپل حضور ته د لوړو لګښتونو او ناغوښتلې سوې جګړې څخه برات ورکول غواړي.
فدراتیفه روسیه: روسیې له وړاندې د خپلو ګټو او دلایلو پر بنسټ له طالبانو سره خبرې پیل کړي.
- روسیه د طالبانو سلطه پر رسمیت پیژنې او د اسلامي دولت او نړیوال تروریزم پر وړاندې یې ستراتیژیک پوتنشیل تلقي کوي.
- په حقیقت کې، د روسیې د پالیسي ستر او مهم تاثیرلرونکې پالیسې جوړونکي په دې اند دي چې طالبان د اسلامي دولت پر وړاندې د هغوئ کارنده ملګري کیدای سي/دي.
پاکستان: پاکستان د امریکا-طالب جنګیالیو د مستقیمو خبرو اترو او مذاکرې برخوال غړی دی.
- پاکستان باور لري چې د امریکا-طالب د سولې پروسې وروسته چې طالب د قدرت شریک ګرځي، پخوانۍ اجنډا او ایډیالوژي به نه ولري.
- پاکستان به د امریکا تر وتلو وروسته په افغانستان کې د ناامنۍ عناصر تقویه کړي.
- په دې ډول حالاتو کې چین یوازیني فکتور دی چې پر پاکستان فشار راوړلی سي، چین د (China-Pakistan Economic Corridor) مالي ملاتړی دی. خو هند ته دا لاره چې د چین له زاويې پر پاکستان فشار راوړل سې د ستراتیژیک عمق پر زیان ده او هند انګیري چې چین د پاکستان اوږدمهاله ژوند نسې تضمین کولی (China is not Pakistan’s long-life) نو ځکه پر پاکستان يې اغیز چې د افغانستان په سوله کې مثبت تمام سي لنډمهاله او ناکافي دي، او دې سره سیمه ایزه رقابتونه لا قوي کېدای سي. د هند په اند چین افغانستان سره مستقیمې اړیکې لري او پر پاکستان د نفوذ له باید ورته نمرې او کریډیټ ور نه کول سي.
- ځیني نور خوځښتونه لکه پښتون ژغورنې خوځښت (PTM- Pashtun Tahafuz Movement) کولی سي د پاکستان افغان پالیسي او سیمه ایزه پالیسي متاثره کړې او دې سره به د افغان سولې پروسې ته کافې نفس ورکول کېږي.
افغان سوله، ممکنه نتیجې او تر هغه وروسته هند:
• په نږدي سبا کې د سولې خبرې تړون له امکان څخه لیري دی، ټرامپ د دوحې خبرې رد کړې او طالبانو د ولسمشر اشرف د سولې اووه ماديیزه طرحه نه ده منلې.
• طالبان لا اوس هم پر شرعیت او امارتي نظام ټینګار کوي، د واک د شریکیدو او تنوع منلو لیوالتیا نه لري.
• که فرض کړو طالب سره سولې تړون وسي هم به کورنۍ جګړه ورسره ختمه نه شې، بلکې لا به شدت ومومي ځکه طالبان به د واک رسمي شریکان وي او د خپل مشروعیت تورم به لا شرنګوي.
• چې دې سره به نړۍ د غبرګو ننګونو سره مخ وي؛ طالبان او اسلامي دولت ډله.
o اسلامي دولت خراسان ډله (IS-K) په منځنی ختيځ کې د اسلامي دولت سره اړیکه نه لري، هغوئ د مشرتابه وژل قوي تاثیر نه سې واردولی.
o اسلامي دولت تر طالب ډير وحشتناکه ډیزاین شوې ده.
o اسلامي دولت پاکستاني طالبانو (Tahrek Taliban Pakistan – TTP) سره نیغ په نیغ اړیکه لري، د طالبانو سره تر ممکنه سولې وروسته د اسلامي دولت لیکو ته پاکستاني طالبان، حقاني او یوه برخه د افغان طالبانو چې د هغوی مشرتابه پرې کنترول نه لري یو ځای کوي.
o دوئ به فغانستان د تروریزم پر ځالې واړوې، چې دا به جنوبي اسیا او مرکزي اسیا لکه ازبکستان او تاجکستان او روسیې ته مستقم خطر واوسي، د نومبر پر ۵ اسلامي دولت ډلې په تاجکستان حمله وکړه غالبا هغوئ له قندوز ولایت څخه اوښتي ول.
مخ پر وړاندې اوږده لار:
• د طالبانو سره خبرې لنډ مهاله پالیسي ده، یوه اړخیزه ده او د سولې-جګړې نور ټول برخوال باید پکې داخل سي، د بن کنفرانس اشتباه که تکراریږي، د نوې شخړې زڼې ښندل کېږي.
• که د افغانستان د سولې خبرې کامیابۍ ته رسول غواړئ، لومړی باید اوربند وشي، د تروریزم بهرني تمویل کوونکي باید لاس واخلي او د سیمې د سولې او جګړې د ختم لپاره باید په افغانستان کې له ګټو تیر شې.
• هند او د مرکزي اسیا هیوادونه کولی شې د سیمې په سوله کې مرسته وکړي.
• نظامي حل وجود نه لري، د افغانستان دولت سره باید اداري، تخنیکي او د بشرې روزنې مرستې وشې تر څو د افغانستان حکومت کې د ریفورم او بدلونونو له لارې د سولې داعیه په رښتیا تر منزل ورسي.
https://avapress.com/vdccxiqio2bqx08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته