د پزې، غوږونو او ستوني د ناروغیو متخصصې ډاکټرې الینا ویدشنکو ویلي، د قطر له دوحې نه بنکاک ته د سې شنبې په ماخوستن د سفر پرمهال د الوتکې عملې اعلان وکړ چې په یوه بېړنۍ پېښه کې د ډاکترې عاجلې مرستې ته اړتیا لري.
ډاکترې الینا سم لاسي د مرستې لپاره چمتووالی وښود، کله چې د الوتکې د کوربنو خونې ته ورغله، یوه تایلنډۍ ښځه پر ځمکه پرته وه او د زیږون وخت یې رارسېدلی و.
دغې ډاکټرې په دې شېبه کې د خپل احساس په اړه بي بي سي ته وویل: "رښتیا هم اندېښمنه وم چې کومه تېروتنه را نه ونه شي، خو هرڅه سم تېر شول."
دا زیاتوي، د ماشوم زیږېدو یوازې ۲۰ دقیقې وخت ونیو: "د ماشوم نو مې غوڅ کړ. یوه ثانیه کې مې مخکې زدکړي شیان را په یاد شول."