دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۶
د مطلب کود : 203661
په قطر کې د طالبانو سرچینو وایی، له امریکا سره د سولې په تړاو خبرې پای ته رسېدلې، هوکړه او ټول محلقات یې نهايي شوي دي. قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وایی، د هوکړې تر لاسلیکېدو څو ورځې مخکې د خوندي چاپېریال لپاره کار روان دی او د روانې میاشتې تر پایه به هوکړه لاسلیک شي. ښاغلي شاهین ویلي "په دې هکله به دواړه لوري جلا جلا اعلامیې خپروي، چې په هغو کې به د توافقنامې د لاسلیک تاریخ ټاکل شوی وي."
https://avapress.com/vdcd9s0xfyt0z96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته