دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۰
د مطلب کود : 203901
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازی یوناما په یوه وینا پاڼه کې ویلي چې دا ټولنه د افغانستان د راتلونکې ادارې سره ګډ کار ته چمتو ده، خو له ټاکنیزو ادارو یې غوښتي چې د رایو د بیا شمېرنې او ارزونې بهیر په تړاو د نوماندانو د سپیناوي غوښتنو ته پام وکړي. په اعلامیه کې پر دې هم ټینګار شوی چې د ټاکنو د وروستیو پایلو په تړاو هر ډول ننګونه به د هېواد له قوانینو سره سمه وي او د اساسي قانون پر بنسټ په هېواد کې د ثبات او ملي یووالي په ګټه مخې ته شي. تر دې دمه اروپایي ټولنې، یوناما او کویت د ټاکنو وروستیو پایلو ته ښکاره غبرګونونه ښودلي.

د کویت امیر شیخ صباح الاحمد الجابر الصباح هم محمد اشرف غني ته د دویم ځل ولسمشر کېدو د مبارکۍ پیغام استولی دی.
ښاغلي الجابر ولسمشر غني ته د بریا او او افغانستان ته د پرمختګ هیله ښودلې ده.
همدارنګه، د کویت ولیعهد شیخ نواف الاحمد الجابر الصباح او لومړي وزیر شیخ صباح الخالد الحمد الصباح هم ولسمشر غني ته مبارکي ویلې ده.
 
https://avapress.com/vdcawenu649nwo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته