دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۳۵
د مطلب کود : 207175
وحید عمر: حکومت چمتو نه‌دی له قید او شرط پرته طالب زندانیان خوشې کړي ۵۵ دقيقې مخکې رحمت‌الله افغان د افغان ولسمشر سلاکار وحید عمر
د افغان ولسمشر سلاکار وحید عمر وايي، حکومت چمتو نه‌دی چې له قید او شرط پرته طالب زندانیان ازاد کړي.
ښاغلي عمر د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۱۹» په کابل کې خبریالانو ته وویل، د زندانیانو د خوشې کېدو په اړه د حکومت دریځ روښانه دی او د سولې د مذاکراتو برخه‌یې بولي.
وروسته هغې چې طالبانو اعلان وکړ چې د دوی پلاوی نور د زندانیانو په تخنیکي غونډو کې ګډون نه‌کوي، افغان حکومت وايي، طالبان باید په دې اړه خپل دریځ نرم کړي.
د عامه او ستراتېژیکو اړیکو په برخه کې د افغان ولسمشر سلاکار وحید عمر وویل: "موږ د زندانیانو ازادېدل او تبادله د مذاکراتو برخه بولو، طالبان دې هم یو قدام راواخلي، چمتو یو چې خبرې وکړو، دا پروسه لوړې ژورې لري، دا چې ویل کېږي په ۱۰ ورځو کې دې زندانیان ازادي شي، له قید او شرط پرته دې ازاد شي طبعاً چې داسې نه‌کېږي."
ښاغلی عمر زیاتوي له معمول سره سم په دا ډول مذاکراتو کې فضا دا شان وي چې ځیني وخت مقابل لوری ناراضه کېږي او مخالف دریځ نیسي، خو وروسته بیا هر څه بېرته سمېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، په کابل کې د دوی درې کسیز پلاوي ته تازه سپارښتنه شوې، په هغه غونډو کې ګډون ونه‌کړي چې پایلې نه‌لري.
هغه زیاته کړه: "کابل ته د زندانیانو د تثبیت او تصدیق لپاره ټیم لېږل شوی و، ځکه ژمنه شوې وه چې زندانیان به د مارچ په ۳۱مه ازادېږي، دغه پروسه تر اوسه ځنډېدلې ده، دوی ته سپارښتنه شوې، په داسې غونډو کې ګډون ونه‌کړي چې غونډه کېږي، خو پایله‌یې معلومه نه‌وي."
طالبانو د افغان حکومت له‌خوا د بنديانو د خوشې کېدو د څارنې لپاره خپله درې کسيزه ډله تېره سې شنبه کابل ته لېږلې ده.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د سيمه‌یيزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئيس عبدالمتين بېک د دوشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته ویلي، د طالب بنديانو خوشې کېدل ځکه ځنډېدلي چې طالبانو د هغو ۱۵ کسانو خوشې کېدل هم غواړي چې په بشري ضد جنايتونو تورن دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchqqnim23nvzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته