د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د جرم او جنایت د کمولو لپاره یې پلازمېنه کابل کې د ټپټپي یا موټرسیکل په تګ را تګ بندیز ولګاوه.
د دې وزارت په خبره، تر بیا خبرتیا پورې ټول کابل ښار کې د ټپټپي په ځغلولو بندیز لګول شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې دا هم راغلي: "د کابل پولیسو د موندنو او ارزونو له مخې خورا ډېرې جرمي پېښې په تېره پلاني ترهګریز بریدونه،هدفي وژنې او د مجرمانو په لاس جنايي جرمونه د ټپټپي کارولو سره د کابل مختلفو سیمو کې پلان کېږي".